0 0
0
په کارت کې هېڅ محصول نشته.

د پیرود ټوکرۍ

وروستۍ تازه‌کول: ۲۰۲۵/۲۶/۰۸

۱. سريزه

دغه سند («پالیسي») د هغو شرایطو او ضوابطو ټاکنه کوي چې د ټیمچه آنلاین پلتفرم کې د هر ډول اعلاناتو («اعلانات») د وړاندې کولو او ښکاره کولو لپاره نافذ دي. د دې پالیسي هدف د کاروونکو، اعلان ورکونکو او ټولنې لپاره یو روڼ، عادلانه او خوندي چاپیریال رامنځته کول دي. هر اعلان ورکوونکی چې غواړي زموږ د تبلیغاتي خدماتو څخه استفاده وکړي، مکلف دی چې د دې پالیسي ټول مفاد مراعت کړي.

۲. د منل کېدونکو اعلاناتو ډولونه

زموږ پلتفرم د مختلفو ډولونو تبلیغاتو ملاتړ کوي:

۲.۱. سپانسر شوي محصولات: دغه اعلانات به د لټون پایلو او اړوندو محصول پاڼو کې ښکاره شي.
۲.۲. تبلیغاتي بینرونه: په سایټ کې له مخکې ټاکل شويو ځایونو کې ښودل کېږي (لکه د پاڼې سر، اړخ نوار او د پاڼې ښکته برخه).
۲.۳. ځانګړي کمپاینونه: اعلانات چې د تخفیفونو، د پلور جشنونو او ځانګړو مناسبتونو پورې اړه لري.
۲.۴. بازاریابتي ایمیلونه: یوازې هغو کاروونکو ته تبلیغاتي پیغامونه استول کېږي چې د نوو محصولاتو ایمیلونه ترلاسه کولو ته رضا ورکړې وي.

۳. منع شوي محتوا

هر ډول اعلان چې لاندې موارد ولري، منع دی او نه خپرېږي:

۳.۱. د عامه عفت او فرهنګي ارزښتونو خلاف محتوا: د شرابو (الکول)، نشه‌يي موادو، فحش موادو او هر هغه څه تبلیغ چې د افغانستان له شرعي او کلتوري موازینو سره په ټکر کې وي.

۳.۲. جعلي محصولات: د هغو توکو تبلیغ چې د فکري ملکیت حقونه (کاپي‌رايټ) تر پښو لاندې کوي.
۳.۳. بې اجازې طبي محصولات او درمل: د هغو داروګانو، طبي محصولاتو یا درملنې طریقو تبلیغ چې د افغانستان د اړوندو ادارو (لکه د عامې روغتیا وزارت) قانوني جواز ونه لري.

۳.۴. تبعیضي محتوا: هغه تبلیغات چې د قوم، مذهب، ژبې، جنسیت یا نژاد پر اساس د تحقیر، سپکاوي یا تبعیض سبب شي.

۴. عمومي اصول

۴.۱. روڼتیا: ټول اعلانات باید په ښکاره توګه د «سپانسر شوی»، «اعلان» یا ورته عبارت سره نښه شي.
۴.۲. دقت: د محصول توضیحات، قیمت، انځورونه او موجودیت باید سم او تازه وي. هر ډول ګمراه کوونکی اعلان منع دی.
۴.۳. د حریم خصوصی درناوی: د کاروونکو د معلوماتو راټولول او کارونه د تبلیغاتي اهدافو لپاره به د افغانستان د قوانینو او زموږ د پلتفرم د حریم خصوصی پالیسي تابع وي.

۴.۴. د فکري ملکیت حقوق: اعلان ورکوونکی باید د اعلان په ټولو برخو (متن، عکس، لوګو، ویډیو) د مالکیت یا د استعمال قانوني اجازه ولري.

۵. د بیاکتنې او تایید بهیر

۵.۱. ټول اعلانات د خپرېدو نه مخکې زموږ د ټیم لخوا بیاکتل کېږي.

۵.۲. دا بیاکتنه ښایي تر ۲۴ کاري ساعتونو وخت ونیسي (د رخصتیو پرته).

۵.۳. زموږ پلتفرم حق لري چې هر اعلان چې د دې پالیسي خلاف وي، رد یا حذف کړي.

۵.۴. د اعلان د رد په صورت کې، اعلان ورکوونکي ته د امکان تر بریده دلیل ویل کېږي او هغه کولای شي له اصلاح وروسته بیا غوښتنه وکړي.

۶. د بیې او پیسو ورکولو ماډلونه

۶.۱. د هر کلیک په بدل کې پیسې (CPC): اعلان ورکوونکی یوازې د هر کلیک په بدل کې لګښت ورکوي.
۶.۲. د هر ۱۰۰۰ ځل ښودلو په بدل کې پیسې (CPM): اعلان ورکوونکی د هر ۱۰۰۰ ځل ښودلو په بدل کې لګښت ورکوي.
۶.۳. مخکې پیسې ورکول (Pre-Payment): زموږ تبلیغاتي سیستم د مخکې پیسو ورکولو پر بنسټ دی. اعلان ورکوونکی باید مخکې له دې چې کمپاین پیل کړي، خپله حساب د سایټ د آنلاین پیسو ورکولو له لارې چارج کړي. د ښودلو او کلیکونو لګښتونه په اتومات ډول له حساب څخه ایستل کېږي.

۶.۴. بودجه بندي: اعلان ورکوونکی کولای شي د خپل کمپاین لپاره ورځنۍ یا ټولیزه بودجه وټاکي. کله چې بودجه پوره شي، اعلانونه درول کېږي.

۷. راپور ورکول

اعلان ورکوونکو ته د راپور ورکولو یو ځانګړی پینل ورکول کېږي چې لاندې کلیدي معیارونه پکې شامل دي:

  • د ښودلو شمېر (Impressions)

  • د کلیک شمېر (Clicks)

  • د کلیک کچه (CTR)

  • لګول شوي لګښتونه (Spend)

  • د حساب پاتې شتمني (Remaining Balance)

۸. سرغړونې او جریمې

که د دې پالیسي خلاف ورزي وشي، لاندې ګامونه اخیستل کېږي:

  • کوچنۍ سرغړونه: لیکلی اخطار او د سرغړونکي اعلان حذف. اعلان ورکوونکی ۴۸ ساعته وخت لري چې اصلاحات وکړي.

  • جدي سرغړونه یا تکرار: د اعلان ورکوونکي حساب د ۷ تر ۳۰ ورځو پورې ځنډول کېږي.

  • ډېر شدید سرغړونه یا مکرر تکرار: د ټولو اعلاناتو حذف او د حساب دایمي تعلیق.

۹. د اعلاناتو ډولونه او بیې

الف. اعلان په اصلي پاڼه (Website & App):

  • د اصلي پاڼې په پوستر بڼه ښودل کېږي

  • ورځنی: ۵۰ افغانی

  • اونیز: ۳۰۰ افغانی

  • میاشتنی: ۱۲۰۰ افغانی (د هر اعلان لپاره)

ب. اعلان په د محصولاتو پاڼه کې:

  • د ټولو محصولاتو په پاڼه کې ښکاره کېږي

  • ۵۰ افغانی په ورځ (د هر اعلان لپاره)

۱۰. اړیکه زموږ سره

د دې پالیسي په اړه د هر ډول پوښتنې یا د سرغړونې د راپور لپاره، مهرباني وکړئ د لاندې لارو اړیکه ونیسئ:

  • د ایمیل پته: contact@teemcha.com

  • د ملاتړ ټیلیفون شمېره0797321321

  • د ویب‌سایټ د «ملاتړ» پاڼې د تماس فورمه